د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې د خوست ولایت څخه د مخدره توکو یو بدنام قاچاق وړونکی نیولی دی.
دجمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د مرغومي ۲۴ مه) وویل چې د خوست ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې په څانګه کې د دې ډلې جنګیالیو د مخدره توکو یو قاچاق وړونکی د ۴۳ کیلوګرامه چرسو او یو کلاشینکوف ټوپک سره نیولی دی.
طالبانو ویلي چې نیول شوی کس یې د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس