د کډوالو د ستونزو پر حل او دوه اړخیزو اړیکو د کابل او تهران ټينګار

25 جدی 1403 ساعت 9:34

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره د کتنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو پر برابرېدو او د ستونزو پر حل ټینګار کړی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره د کتنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو پر برابرېدو او د ستونزو پر حل ټینګار کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړه لورو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

په کابل کې د ایران له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او  کلتوري اړیکو د پراختیا او  په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.

علي رضا بیکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې هیله څرګنده کړه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا باندې  ټينګار وکړ.

ستانکزي هم د بیکدلي د ماموریت په لړ کې د د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو هیله څرګنده کړه او په ایران کې یې د افغانانو د حضور لپاره د لازمو امکاناتو د برابرېدو او د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com