۰

زابل کې د احصایې ریاست ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ هجري کال په تېرو درېیو ربعو کې ۲۱ میلیونه افغانیو عواید راټول کړي دي.
زابل کې د احصایې ریاست ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ هجري کال په تېرو درېیو ربعو کې ۲۱ میلیونه افغانیو عواید راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د یاد ریاست مسوولین وایي، دغه عواید یې د پېژندپاڼو د وېش له دوو مرکزونو او نورو اړوندو برخو څخه ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د مسوولینو په خبره، په زابل ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او د ورځې لسګونه کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو خدمات وړاندې کېږي.

د یادولو وړ ده، چې دغه لړۍ د زابل ولایت په دوو مرکزونو کې فعاله ده او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره په منظمه توګه خدمات وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي