غور کې د ۱۲ چکډېمونو د رغولو چارې پيل شوې

25 جدی 1403 ساعت 9:21

د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې اوبو مهارولو په موخه د روان کال په اوږدو کې د ۱۲ چکډېمونو د رغولو چارې پيل شوې دي.


د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې اوبو مهارولو په موخه د روان کال په اوږدو کې د ۱۲ چکډېمونو د رغولو چارې پيل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه چېکډېمونه چې د جوړېدو چارې یې د ۵۰ میلیونه، ۱۹۳ زره ۵۴۷ افغانیو په لګښت پیل شوې، له ډلې یې د ۱۰ چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د دوو نورو چارې هم ۸۰ سلنه مخته تللې دي.

د یاد ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې چکډېمونو د جوړولو ټول لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

د دې چکډېمونو په جوړېدو سره به په غور ولایت کې د ۶۵ زره متره مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

جمهور خبري آژانس
 


د مطلب کود: 179401

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com