د غور ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې اوبو مهارولو په موخه د روان کال په اوږدو کې د ۱۲ چکډېمونو د رغولو چارې پيل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه چېکډېمونه چې د جوړېدو چارې یې د ۵۰ میلیونه، ۱۹۳ زره ۵۴۷ افغانیو په لګښت پیل شوې، له ډلې یې د ۱۰ چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د دوو نورو چارې هم ۸۰ سلنه مخته تللې دي.
د یاد ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې چکډېمونو د جوړولو ټول لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکړل شوی دی.
د دې چکډېمونو په جوړېدو سره به په غور ولایت کې د ۶۵ زره متره مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
جمهور خبري آژانس