هرات کې د ۳۹۶ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوې

25 جدی 1403 ساعت 9:18

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍکې د ۳۹۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه شوې ده.


د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍکې د ۳۹۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه شوې ده.

د جمهور آژانس دخبرله مخې د هرات د پوهنې آمریت مسوولینو ویلي، چې دغه ښوونځی د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په معیاري بڼه جوړ شوی دی.

د مسوولینو په خبره، دا ښوونځی په دوو پوړونو کې د ۲۴ تدریسي خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړ شوی، چې د زده‌کوونکو لپاره یې مناسب تدریسي چاپېریال برابر کړی دی.

د کلي اوسېدونکو د ښوونځي د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د زده کړو فرصتونه لا ډېر شي او د ماشومانو لپاره به د زده کړو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179399

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179399/

جمهور
  https://www.jomhornews.com