د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍکې د ۳۹۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس دخبرله مخې د هرات د پوهنې آمریت مسوولینو ویلي، چې دغه ښوونځی د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په معیاري بڼه جوړ شوی دی.
د مسوولینو په خبره، دا ښوونځی په دوو پوړونو کې د ۲۴ تدریسي خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړ شوی، چې د زدهکوونکو لپاره یې مناسب تدریسي چاپېریال برابر کړی دی.
د کلي اوسېدونکو د ښوونځي د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د زده کړو فرصتونه لا ډېر شي او د ماشومانو لپاره به د زده کړو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
جمهورخبري آژانس