فراه کې د ۲۹ ميليونه ډالرو په لګښت بېلا بېلې پروژې پلې شوې

24 جدی 1403 ساعت 10:01

د فراه د اقتصاد رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولايت کې د څه باندې ۲۹ ميليونه ډالرو په لګښت ۶۳ بېلا بېلې پروژې پلې شوې دي.


د فراه د اقتصاد رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولايت کې د څه باندې ۲۹ ميليونه ډالرو په لګښت ۶۳ بېلا بېلې پروژې پلې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې ۴۵ موسسې چې ۹ یې بهرنۍ او ۳۶ نورې یې کورنۍ دي ثبت او راجستر شوې او په روان کال کې د یادو موسسو له لوري د ۲۹ میلیونه ۸۲۲ زره ۹۵۴ ډالرو په لګښت د روغتیا، شهیدانو او معلولینو، طبیعي پېښو، کډوالو، کرنې، کلیو بیا رغونې، ارشاد، حج او اوقافو، صنعت او سوداګرۍ، پوهنې او اقتصاد په برخو کې ۶۳ بېلا بېلې پروژې پلې کړې، چې له ډلې یې د ۴۳ پروژو چارې بشپړې او د ۲۰ نورو چارې روانې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com