د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو څخه یې ۴۵ افغان بندیان خوشې کړي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳) په یوه بیان کې وویل چې د هیواد ۴۵ اتباع د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
طالبانو ویلي چې دا کسان له دریو څخه تر پنځلسو ورځو پورې په پاکستان کې بندیان وو او یوه ورځ مخکې د تورخم سرحدي دروازې له لارې هیواد ته ننوتي وو.
جمهورخبري آژانس