په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان وکړ چې د هغه هیواد څخه د بشري مرستو ۲۱مه جوپه چې ۷۲۴ ټنه مواد په کې وو هرات ته رسیدلې ده.
د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۳ مه ) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د نیکي مان ۲۱م اورګاډی، چې ۷۲۴ ټنه ترکي بشري مرستې هرات ته رسیدلی دی.
د ترکیې سفارت په وینا، دا مرسته د افغان سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د ترکیې سفارت ویلي چې دا مرسته، چې درمل او خواړه پکې شامل دي، او همدارنګه نور اړین توکي چې د سختو ژمي شرایطو څخه د وتلو لپاره د افغانانو سره د مرستې لپاره اړین دي، په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته وویشل شي.
جمهورخبري آژانس