د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر د بیلاروس د کورنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل

23 جدی 1403 ساعت 8:29

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د وزارت د اکمالاتو مرستیال وزیر د بیلاروس د کورنیو چارو له مرستیال وزیر سره ولیدل او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې وکړې.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د وزارت د اکمالاتو مرستیال وزیر د بیلاروس د کورنیو چارو له مرستیال وزیر سره ولیدل او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن، یکشنبه (د مرغومي ۲۳ مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتي چارو مرستیال وزیر مولوي عبدالله مختار د چارو مرستیال وزیر، د بیلاروس د کورنیو چارو مرستیال وزیر کینادي کازاکیویچ سره ولیدل.

په دې کتنه کې، دواړو خواوو د امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په اړه په بیلابیلو مسلو خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com