۰

جرمني: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ‌‌‌ډېر خراب شوی

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د جرمني حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله یيز ایستلو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت ‌‌ډېرخراب شوی دی.
جرمني: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ‌‌‌ډېر خراب شوی
د جرمني حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله یيز ایستلو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت ‌‌ډېرخراب شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا مهال په پاکستان کې تر ۳ زره زيات افغان کډوال اوسېږې، چې جرمني ته د تګ ويزو ته منتظر دي.

په پاکستان کې ډېری افغان کډوال جرمني ته د تګ لپاره ويزو ته انتظار کوي او له همدې امله د المان دغه داخلي ورو پروګرام له نیوکو سره مخ شوی.

د بشري حقونو ډلې وایي، چې د دې هېواد د کارونو ځنډ افغان کورنۍ له خطر سره مخ کړې دي.

د جرمني حکومت وايي له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او په دوامداره توګه پر شرایطو د برابرو کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي