نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

23 جدی 1403 ساعت 8:24

د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د کامدیش ولسوالۍ اړوند کامدیش کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٤ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.


د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د کامدیش ولسوالۍ اړوند کامدیش کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٤ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاتسن ډوله موټر له سړک څخه واوښت او یوې ژورېکندې ته ولوېد.

د هغه په خبره د دې پېښې په پایله کې دوه ښځې مړې شوې او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.

د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره ټپیان د درملنې لپاره هغوی د کامدیش روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com