د وزیر محمد اکبر خان کرکټ دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

23 جدی 1403 ساعت 8:23

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ نن پیل شوې.


د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ نن پیل شوې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد کورني کرکټ پرمختګ څانګې له لوري نن په کندهار، ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۶۰۰ لوبغاړو ګډون کړی، چې پایله کې به یې ۸ لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومومي.

دغه لوبې چې په ۵۰ اوریزه بڼه ترسره کېږي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰ لوبډلې پکې ګډون لري، چې په اتو ګروپونو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 179334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com