د افغانستان بانک نن ۱۶ میلون ډالره لیلاموي

23 جدی 1403 ساعت 8:22

د افغانستان بانک اعلان کړی چې نن د یکشنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.


د افغانستان بانک اعلان کړی چې نن د یکشنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com