د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ، پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو په ترانزیټي ستونزو حل په موخه غونډه شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې غونډه کې د کرنیزو محصولاتو پر اهمیت، د سرتفیکټونو د صادرولو اصولو، ګمرکي تعرفو، ترانزیټي ستونزو او د صادراتو د اسنادو پر سموالي او بشپړتیا ټینګار شوی. دغهراز اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د شته ستونزو د حل لپاره قانوني او بیړني اقدامات وکړي.
جمهورخبري آژانس