بخیت او صادق د افغانستان په تړاو خبرې کړې

23 جدی 1403 ساعت 8:19

د پاکستان او اسلامي همکاریو سازمان ځانګړو استازو په اسلام‌اباد کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.


د پاکستان او اسلامي همکاریو سازمان ځانګړو استازو په اسلام‌اباد کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق‌علي بخیت سره لیدلي دي.

هغه ویلي چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان په اړه د وروستیو پرمختګونو او په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي. له دې وړاندې نوموړي د یوناما له مشرې سره هم لیدلي و.

د طالبانو چارواکو د پاکستان په بلنه په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون ونه کړ.

دا غونډه په اسلامي هیوادونو کې د نجونو او د ښځو د حقونو او تعلیمي ننګونو د څیړلو لپاره جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com