د پاکستان او اسلامي همکاریو سازمان ځانګړو استازو په اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارقعلي بخیت سره لیدلي دي.
هغه ویلي چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان په اړه د وروستیو پرمختګونو او په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي. له دې وړاندې نوموړي د یوناما له مشرې سره هم لیدلي و.
د طالبانو چارواکو د پاکستان په بلنه په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون ونه کړ.
دا غونډه په اسلامي هیوادونو کې د نجونو او د ښځو د حقونو او تعلیمي ننګونو د څیړلو لپاره جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس