۰

د بیلاروس شرکت د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

شنبی ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۶
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د بیلاروس یوې کمپنۍ په افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د بیلاروس شرکت د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د بیلاروس یوې کمپنۍ په افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د جمهور خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱ مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت د انرژۍ مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب د بیلاروس شرکت د یوې ادارې له چارواکو سره  سره په کابل کې وکتل او د انرژۍ تولید پروژو کې یې د پانګونې په اړه بحث وکړ.

د بیلاروسي شرکت چارواکو وویل چې دوی په افغانستان کې د ګازو، ډبرو سکرو، باد او لمریزو سرچینو په ګډون د انرژۍ تولید په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال په افغانستان کې د پانګونې لپاره د طالبانو د لیوالتیا هرکلی وکړ او د وزارت له خوا یې د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي