د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۱۰ کسان نیولي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۲۱ کیلوګرامه چرس، ۱۸ کیلوګرامه شیشه او یو اندازه مخدره توکي نیول شوي دي.
وزارت زیاته کړه چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ څخه په دوو موټرو کې اووه کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
له دوی څخه ۲۵ کیلوګرامه شیشه، ۱۰ موبایلونه او ۱۰۰۰۰ افغانۍ هم نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس