د ټاپي پروژې مشر په افغانستان کې د درې کیلومتره پایپ لاین د جوړولو پرمختګ اعلان کړ

22 جدی 1403 ساعت 14:29

د ټاپي پروژې مشر محمد مراد امانوف د هرات له والي اسلام جار سره په کتنه کې وویل چې د ګازو د پایپ لاین د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه پورې د افغانستان په خاوره کې د پایپ لاین درې کیلومتره بشپړ شوي دي.

د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن (د مرغومي ۲۱مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د ټاپي پروژې عمومي رییس محمد مراد امانوف د هرات ولایت له والي مولانا اسلام جار سره ولیدل.

امانوف وویل چې د ګازو د پایپ لاین د نصبولو کار په چټکۍ سره دوام لري او تر اوسه پورې درې کیلومتره پایپ لاین نصب شوی دی.

اسلام جار د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو د هڅو هرکلی وکړ او د ټاپي عمومي رییس ته یې د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 179311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com