۰

طالبان غواړي له روسیې سره د ۵۰ میلیونه ټنو ګازو د ټرانزیټ تړون لاسلیک کړي

شنبی ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیب بولین وايي، د طالبانو ډله هڅه کوي چې له روسیې سره د ۵۰ میلیونه ټنه مایع ګازو د لیږد او رالیږد تړون لاسلیک کړي.
طالبان غواړي له روسیې سره د ۵۰ میلیونه ټنو ګازو د ټرانزیټ تړون لاسلیک کړي
د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیب بولین وايي، د طالبانو ډله هڅه کوي چې له روسیې سره د ۵۰ میلیونه ټنه مایع ګازو د لیږد او رالیږد تړون لاسلیک کړي.

د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیب بولین وویل چې دا تړون به د طالبانو سره د "مسکو فارمیټ" په راتلونکې غونډه کې نهایی شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان له لارې د مایع ګازو د لېږدولو آزمایښتي پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی، خو دا یې ونه ویل چې دا ګاز به د افغانستان له لارې کومو هیوادونو ته ولیږدول شي.

اوکراین سږکال له خپلې خاورې څخه اروپا ته د روسیې د ګازو د لېږد قرارداد نه دی نوی کړی، له همدې امله مسکو د بدیلو لارو په لټه کې دی.

د طالبانو ډلې تر اوسه پورې له روسیې سره د دې تړون په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي