افغان کډوال نه باید د حقوقي مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي

22 جدی 1403 ساعت 9:38

د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال نه باید د حقوقي مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي.


د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال نه باید د حقوقي مکانیزمونو له کارونې پرته و ایستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د رسنیو مسوول ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال نه باید د قانوني پړاونو له تېرولو پرته و ایستل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي.

له دې ټولو سره  سره د پاکستان دولت د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورنکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179300

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com