بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

22 جدی 1403 ساعت 9:35

په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.


په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین د دغو مراسمو پرمهال وایي سرپرست حکومت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې  ده.

د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com