۰

بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

شنبی ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.
بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه
په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین د دغو مراسمو پرمهال وایي سرپرست حکومت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې  ده.

د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي