۰

محمد صادق د شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم وټاکل شو

شنبی ۲۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق خان د خپل ځانګړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق خان د خپل ځانګړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه، د پاکستان د کابینې د سکرتریت له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې هغه د تېر ۲۰۲۴ زیږیز کال  د ډسمبر په درېیمه دغې دندې ته معرفي شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر په لاسلیک دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر ترڅنګ ګڼو وزارتونو ته استول شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي