د سمنګانو د ولایتي روغتون امر، سید عثمان حمیدي ویلي، چې د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي، د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله مسموم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هغه په وینا، دا پېښه پرون د دغه ولایت په تخت رستم سیمه کې شوې چې د مسموم شویو له منځه د څلورو کسانو وضعیت نازک دی.
حمیدي زیاته کړې، چې اوس مهال ناروغان تر جدي پاملرنې لاندې دي.
جمهورخبري آژآنس