د نیمروز ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، په ورځنیو چارو کې، د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې تر بندیز وروسته، په دغه ولایت کې له ایراني تومانه ګټنه نږدې صفر شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دوی په وینا تر یونیم کال مخکې په دغه ولایت کې، سترې او کوچنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې په ایراني تومانو کېدې او د دغه ولایت ډیری اوسېدونکي له افغانیو سره اشنا نه وو.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي هم وايي په ورځنیو سوداګریزو معاملو کې د ایراني تومان د کارول کېدو له امله تاواني کېدل.
نیمروز له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د دغه ولایت په بازارونو کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې معاملې په ایراني تومان کېدې.
جمهورخبري آژآنس