د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي په افغانستان کې کارول کېدونکي سیم کارتونه په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نجیب الله حیات حقاني چې پروان کې د ځوانانو یوې فراغتغونډې ته خبرې کولې زیاته کړې چې په شپاړس ولایتونو کې یې ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.
حقاني و ویل: سیمکارټ هغه ذریعه ده چې باید دا د یوه سړي د شناخت اساس وګرځول شي. کله چې د تذکرې مسله په منځ کې نه وي، باید خامخا دغه سیمکارټ د سړي د پیژندګلو ذریع شي. لکه نن تاسې ګورئ، څه لږ تکلیف به ځینو خلکو ته رسېدلی وي خو سیمکارټ په بشپړ ډول کنټرول شو.
نوموړی زیاتوي چې د هېواد شپاړس ولایتونو کې د ځوانانو ظرفیت لوړولو لپاره د زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.
د مسوولینو د شمېرو پربنسټ په تېرو دوو کلونو کې ددغه ولایت ۲۰۰ تنو ځوانانو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې زده کړې سندونه ترلاسه کړي دي.
جمهورخبري آژانس