په هرات ولایت ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینو زیاته کړې چې په هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «بند بغرچر» سیمه کې قطع شوي دي.
ویل کېږي چې د برېښنا دا مزي د توپان له کبله پرې شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې د ستونزې د هواري او برېښنا بیرته نښلولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
په هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا له پرې کېدو سره د دغه ولایت اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
جمهورخبري آژانس