۰

طالبان: امریکا راسره یوه افغانۍ مرسته هم نه ده کړې/موږ له امریکا د مرستې تمه نه لرو

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۷
د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال ادعا کوي چې دغې ډلې له امریکا هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او دغه هیواد هم د افغانستان د خلکو په میلیارډونو ډالره مرستې بندې کړي دي.
طالبان: امریکا راسره یوه افغانۍ مرسته هم نه ده کړې/موږ له امریکا د مرستې تمه نه لرو
د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال ادعا کوي چې دغې ډلې له امریکا هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او دغه هیواد هم د افغانستان د خلکو په میلیارډونو ډالره مرستې بندې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۹مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له طالبانو سره د امریکا د میلیاردونو او میلیونو ډالرو مرستې ادعا په بشپړه توګه دروغ ده او مو یې په کلکه ردوو.

طالبانو لیکلي: حقیقت دا دی چې امریکا طالبانو ته نه یوازې یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان له خلکو یې په ملیاردونو ډالر اخیستي او بند کړي دي او طالبان له امریکا نه هېڅ تمه نه لري او نه یې هم کومه غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي، هغه پیسې چې امریکا ورته اشاره کوي، د امریکا لګښتونه دي، چې زیاتره یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او یا هم په افغانستان کې له دوی سره د مېشتو افغانانو پر ایستلو او مېشتېدو لګول شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې ښايي د امریکا د مرستو یوه برخه د نړیوالو موسسو له خوا د بشردوستانه مرستو په نوم لګول شوې وي او موږ له امریکا هم غوښتنه کوو، چې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه راکم کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو لګښت نه لري.

د دې طالبانو په وینا، که په دقیقه توګه وڅېړل شي، امریکا دا ټولې پیسې د افغانستان په نوم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لګولي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي