په بغلان ولايت کې دوه حنفي ديني عالمان د ناپيژاندو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول

19 جدی 1403 ساعت 15:45

دبغلان ولايت يوې سرچينې جمهور خبري آژانس ته وويل: تيره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطيب مولوي حمدالله محمدي او د يوې ديني مدرسې د خطيب مولوي عبدالرزاق مدثر په نوم دوه ديني عالمان د ناپيژاندو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ډزو کې مولوي عبدالرازق وژل شوى دى.

دوسله والو طالبانو دامنيې قوماندانۍ ويندوى ددغه ولايت سيمه ييزو رسنيو ته ددغه خبر پخلى کړى او ويلي يې دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي خو تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نيولي .

که څه هم طالبانو په پرله پسې ډول د امنیت تامین د دوی یوه لاسته راوړنه بللې او ګونګوسې یې کړې، خو د افغانستان واقعي واقعیت له هغه څه توپیر لري چې طالبان یې ادعا کوي.

دبغلان ولايت سرچينې وايي: اسراف، مرکزي بغلان، تاله او برفک سيمې دجمهوريت پر مهال زياتې ناامنه شوې دي او د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته ورته ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 179245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com