۰

ننګرهار کې د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پيل شوې

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۳
د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پيل شوې دي.
ننګرهار کې د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پيل شوې
د ننګرهار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پيل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې هغه څاه ګانې بیا رغول کېږي، چې پایپونه، لاسي پمپونه او اړوندې برخې یې زیانمنې شوې وي.

اوس مهال په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ۲۲۰ څاه ګانو کلوریشن او د ۱۰۰ تشنابونو جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو دغه راز ټینګار وکړ، چې د پروژو د چارو د ښه پرمخ بېولو لپاره وخت په وخت څارنه ترسره کوي، څو ټولې چارې د مشخصاتو سره سم ترسره شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي