خوست کې د ترافیکو مدیریت ۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

19 جدی 1403 ساعت 8:41

د خوست ولایت ځایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکو مدیریت د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال له پیل څخه تر اوسه د لایسنسونو او جوازسیرونو د وېشلو او موټرو لپاره د موقتي پلېټونو صادرولو له لارې څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره، په یاده موده کې ۷ زره ۱۰۴ لایسنسونه، ښي لاس موټرو ته ۲۵۸ جوازسیرونه، او کین لاس موټرو ته ۱۴ زره ۲۴۹ موقتي پلېټونه وېشل شوي دي.

د خوست د ترافیکي مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی او دغه پرمختګ د ترافیکو د مدیریت د لا ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي څرګندونه کوي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 179232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com