د خوست ولایت ځایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکو مدیریت د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال له پیل څخه تر اوسه د لایسنسونو او جوازسیرونو د وېشلو او موټرو لپاره د موقتي پلېټونو صادرولو له لارې څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره، په یاده موده کې ۷ زره ۱۰۴ لایسنسونه، ښي لاس موټرو ته ۲۵۸ جوازسیرونه، او کین لاس موټرو ته ۱۴ زره ۲۴۹ موقتي پلېټونه وېشل شوي دي.
د خوست د ترافیکي مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی او دغه پرمختګ د ترافیکو د مدیریت د لا ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي څرګندونه کوي.
جمهورخبري آژانس