۰
طالبان:

موږ د امکان تر حده په عادلانه توګه پرمختیایي پروګرامونه پیلي کوو

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۴
د طالبانو د ډلې اداري مشر مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر شیعه علماو سره په کتنه کې وویل چې دغه ډله به هر څومره چې امکان ولري پراختیايي پروګرامونه په ښه توګه پرمخ وړي.
موږ د امکان تر حده په عادلانه توګه پرمختیایي پروګرامونه پیلي کوو
د طالبانو د ډلې اداري مشر مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر شیعه علماو سره په کتنه کې وویل چې دغه ډله به هر څومره چې امکان ولري پراختیايي پروګرامونه په ښه توګه پرمخ وړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د سیاسي دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر علماوو او شیعه ګانو سره وکتل.

د نورو په استازیتوب محمد امیر بادل او سید حیات الله عالمي وویل، شیعه ګان د طالبانو د امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او په ټولو برخو کې د دغې ډلې د نظام ملاتړ کوي.

دوی د کاري فرصتونو رامنځته کولو او پراختیایي چارو ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل چې پورتنیو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې دغه ډله په ټول هېواد کې پرمختیايي پروګرامونه په ښه ډول پرمخ وړي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ډلې د خپل استبدادي او ځانګړي قدرت په نظر کې نیولو سره په تیرو دریو کلونو کې د شیعه ټولنې هیڅ غوښتنې ته پام نه دی کړی او حتی هڅه کوي چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا منحل کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي