د عامې روغتیا او اریانا څلورلارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې

19 جدی 1403 ساعت 8:30

وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې د عامې روغتیا له څلورلارې څخه تر اریانا څلورلارې پورې لاره یې د ترافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.


وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې د عامې روغتیا له څلورلارې څخه تر اریانا څلورلارې پورې لاره یې د ترافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ډلې له عامې روغتیا څلورلارې څخه تر اریانا څلورلارې پورې لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.

طالبانو ویلي چې د شل کلن اشغال په ترڅ کې د کابل ښار په ګډون شنې او ډیپلوماټیکې سیمې هم د امریکا او ناټو په واک کې وې، خو نن د طبیعت له نظره خورا ارزښتمنې او د استعمار د زوال نښه ده.

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې لپاره د طالبانو د ډلې مرستیال شریف الله قادري وايي، کابل ښاروالۍ به د عامې روغتیا له څلورلارې څخه تر اریانا څلورلارې پورې سړک چې څه باندې یو کیلومتر اوږدوالی او شپاړس متره اوږدوالی لريمترو په اوږدوا، لي د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179227

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com