۰

بلېنکن: د افغانستان په تړاو به د امریکا بهرنی سیاست بدلون ونه‌کړي

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې، د ډانلډ ټرمپ راتلونکی حکومت به د افغانستان په تړاو په خپل بهرني سیاست کې هېڅ بدلون ونه‌لري.
بلېنکن: د افغانستان په تړاو به د امریکا بهرنی سیاست بدلون ونه‌کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې، د ډانلډ ټرمپ راتلونکی حکومت به د افغانستان په تړاو په خپل بهرني سیاست کې هېڅ بدلون ونه‌لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  بلېنکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن نور نه‌غواړي چې، په جګړه کې ښکېل شي او د افغانستان جګړې پای ته رسول د بایډن حکومت یوه له لاسته‌ راوړنو ګڼي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي:«ډاډمن نه‌یم چې، ټاکنې به بهرني سیاست پورې اړوندې وي. ډېری ټاکنې داسې نه‌دي؛ خو که له دې موضوع تېر شو، امریکاییان نه‌غواړي چې، موږ په جګړه کې ښکېل وو. موږ په شلو کلونو کې په افغانستان او عراق کې سلګونه زره امریکاييان ځای پر ځای کړي وو. خلک نور له دغه وضعیته ستړي شوي دي.»

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د جګړې پایته رسول د واشنګټن په ګټه بولي او زیاتوي چې، له افغانستانه په وتو سره په نړۍواله کچه د امریکا موقعیت لاپسې غښتلی شو.

هغه ویلي:«دا چې، موږ نور داسې امریکايي نسل نه‌لرو چې، په افغانستان کې وجنګېږي او ووژل شي، دا په خپله یوه مهمه لاسته راوړنه ده. همداراز دغې چارې په نړۍ کې زموږ موقعیت لاپسې غښتلی کړ. زه یې هره ورځ ګورم. زموږ دوښمنانو تر بل هر څه دا غوښتل چې، موږ په افغانستان کې ښکېل پاتې شو.»

دا په داسې حال کې ده چې، د شبنې په ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم وویل، هیله‌من دی چې، په امریکا کې نوی دولت د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي