اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري

18 جدی 1403 ساعت 9:48

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا د دې شمېرو په اعلانولو سره لیکلي چې د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلګو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.

اوچا تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د بودجې د کمښت له امله سږ کال په ژمي کې نشي کولای چې په افغانستان کې له ۷ میلیون وګړو سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com