د هند چتیسګړ ایالت کې ماین چاودنې ۹ امنیتي ځواکونه وژلي

18 جدی 1403 ساعت 9:46

د راپورونو له مخې د هند په چتیسګړ ایالت کې د ماین چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژلي دي.


د راپورونو له مخې د هند په چتیسګړ ایالت کې د ماین چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره، دغه ماین د ماویستي یاغیانو له لورې ځای پر ځای شوی و.

ځایي امنیتي مسوولین وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دوشنبې په ورځ (جنوري شپږمه) د هند امنیتي ځواکونه په یوه سیمه کې له عملیاتو وروسته بیرته ستنېدل. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۴ ماویستي یاغیان هم وژل شوي دي.

د ماویستي یاغیانو بغاوت چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، تر دې دمه د څه باندې ۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی دی.

یادې ډلې ویلي، چې دوی ددغه سیمې د اصلي اوسیدونکو د حقونو لپاره چې ددوی په خبره په طبیعي سرچینو بډای دغه ایالت کې له پامه غورځول شوي دي، مبارزه کوي.

د هند د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ماویستي یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۷ یاغیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com