د راپورونو له مخې د هند په چتیسګړ ایالت کې د ماین چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره، دغه ماین د ماویستي یاغیانو له لورې ځای پر ځای شوی و.
ځایي امنیتي مسوولین وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دوشنبې په ورځ (جنوري شپږمه) د هند امنیتي ځواکونه په یوه سیمه کې له عملیاتو وروسته بیرته ستنېدل. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۴ ماویستي یاغیان هم وژل شوي دي.
د ماویستي یاغیانو بغاوت چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، تر دې دمه د څه باندې ۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی دی.
یادې ډلې ویلي، چې دوی ددغه سیمې د اصلي اوسیدونکو د حقونو لپاره چې ددوی په خبره په طبیعي سرچینو بډای دغه ایالت کې له پامه غورځول شوي دي، مبارزه کوي.
د هند د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ماویستي یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۷ یاغیان وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس