۰

په کندهار کې د چرګانو د دانې د توليد فابريکې کار پيل کړ

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانې یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
په کندهار کې د چرګانو د دانې د توليد فابريکې کار پيل کړ
د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانې یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا کارخونه د نړیوالو معیارونو سم جوړه شوې او په یوه ساعت کې ۲۵ ټنه دانه تولیدولی شي.

د یادې کارخونې مسوولین وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې، یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ پرانېستل شوه.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وایي چې د دې کارخونې پرانېسته به د چرګانودانې او هګیو تولید په سکټور کې د ځان‌بسیاینې په لور یو ستر ګام وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي