۰
سراج الدین حقاني:

دیني مدرسې په قصدي ډول طالبان نوم بدي کوي

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني اعتراف کوي چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دیني مدرسې په قصدي توګه د طالبانو نوم بدوي.
دیني مدرسې په قصدي ډول طالبان نوم بدي کوي
د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني اعتراف کوي چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دیني مدرسې په قصدي توګه د طالبانو نوم بدوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دوشنبې په شپه (جدي ۱۷) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د دغې ډلې د کورنیو چارو د سرپرست سراج الدین حقاني غږیز پیغام خپور کړ، چې په کې ویل شوي، دیني عالمان باید د خلکو سره په داسې طریقه تعامل ونه کړي، چې دوی د دین څخه متنفره کړي.

د هغه په ​​وينا، ځينې کسان په قصدي ډول د طالبانو ديني مدرسې بدناموي.

حقاني د دیني او معاصرو زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی چې که دین وي او که دنیا، دواړه سره تړاو لري. که عصري یا دیني زده کړې وي، په اړه یې بحث او شک کول ناسم دي.

حقاني د هېواد روان وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې یو شمېر کسان دا وضعیت د دین او دیني عالمانو په نوم یادوي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي