د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متحده عربي اماراتو ته تللی

18 جدی 1403 ساعت 9:36

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه (د مرغومي ۱۸مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د پلاوي مشري د مولوي امیرخان موتقي په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

طالبانو لیکلي، چې ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته تللی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com