د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه (د مرغومي ۱۸مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د پلاوي مشري د مولوي امیرخان موتقي په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
طالبانو لیکلي، چې ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته تللی و.
جمهورخبري آژانس