د ۱۴۰۴ کال تر پایه به د ایران له سمنګان ولایت نه ټول افغان کډوال وایستل شي

17 جدی 1403 ساعت 9:42

ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي.


ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مهر خبري اژانس پرون د سمنان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مهدي اقا براري د ادعا له قوله لیکلي چې پناه‌غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دي.

دغه ایراني چارواکي ټينګار کړی چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لري. نوموړي په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لري او که همکاري وکړي په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شي.

له دې سره هممهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولي دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com