۰

د ۱۴۰۴ کال تر پایه به د ایران له سمنګان ولایت نه ټول افغان کډوال وایستل شي

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي.
د ۱۴۰۴ کال تر پایه به د ایران له سمنګان ولایت نه ټول افغان کډوال وایستل شي
ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مهر خبري اژانس پرون د سمنان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مهدي اقا براري د ادعا له قوله لیکلي چې پناه‌غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دي.

دغه ایراني چارواکي ټينګار کړی چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لري. نوموړي په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لري او که همکاري وکړي په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شي.

له دې سره هممهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي