د افغاني سرې مياشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو يوه بله ډله هم د درملنې په موخه په هیواد کې د ننه روغتونونو ته ورپېژندلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغاني سرې مياشتې ټولنې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې يو ځل بیا یې ۱۸ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۴ روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ورپېژندلي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د یادو ناروغو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.
د يادولو وړ ده، چې یادې ټولنې تر دې وړاندې هم د سوري زړه په ناروغۍ د ګڼ شمېر اخته ماشومانو درملنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس