طالب ډله: له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

16 جدی 1403 ساعت 17:08

د طالبانو د ډلې د سرحدونو چارو وزارت سرپرست وايي چې دغه ډله له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.


د طالبانو د ډلې د سرحدونو چارو وزارت سرپرست وايي چې دغه ډله له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن (۱۶ جدي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د ډلې مشر ملا نورالله نوري له بندر آي خانم څخه لیدنه وکړه.

د تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دشت قلعه ولسوالۍ ته تللی دی نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د دغه بندر له کارکوونکو سره وکتل او د دغه بندر وضعیت یې له نږدې وڅیړل.

نوموړي د طالبانو او تاجکستان ترمنځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په هره برخه کې پرمختګ وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com