۰
ستانکزی:

مسټر ټرمپ ډېر قاطع سړی دی، موږ له امریکا سره د دښمنۍ دروازه تړلې

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۶:۱۲
د طالبانو د د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وايي، اسلامي امارت له امریکا سره د دښمنۍ دروزاه تړلې او د متحده ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.
مسټر ټرمپ ډېر قاطع سړی دی، موږ له امریکا سره د دښمنۍ دروازه تړلې
د طالبانو د د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وايي، اسلامي امارت له امریکا سره د دښمنۍ دروزاه تړلې او د متحده ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ستانکزي پرون په کابل کې په یوه غونډه کې ویلي، سرپرست حکومت هیله لري چې، د امریکا نوی حکومت د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې هم لاس واخلي.
 
نوموړی دغه‌راز ټینګار کوي چې امریکا دې د دوحې هوکړه لیک ټولې مادې عملي کړي.  

ستانکزي ویلي« مسټر ټرمپ یو قاطع سړی دی هیله لرو چې یوه دوه اوونۍ وروسته قدرت ته په راتګ سره په خپله پالیسي بدله کړي، د بایډن پالیسي پرېږدي، نوې پالیسي رامخته کړي،د اسلامي امارت له خوا نه میدان ورته خلاص دی، که دوی را دوستان کېږي موږ بلکل د دوستۍ لاس ورکوو، دښمن تل دښمن نه وي او دوست هم تل دوست نه‌وي.»

بل پلو، ستانکزی د سرپرست حکومت پر وړاندې د ځینو هېوادونو پر تبلیغاتو نیوکه کوي.

دی وايي،د سیمې او نړۍ استخباراتي ادارې په خپل ټول وس سره، د اسلامي امارت پر وړاندې د استخباراتي او رسنیزې جګړې په حال کې دي.  

نوموړی زیاتوي:«په کابل کې که داعش یوه پېښه وکړي، ټوله نړۍ وايي چې، په افغانستان کې امنیت نشته او دلته د دوی په اصطلاح د ترهګرو مرکز دی باید هېوادونه سره راټول شي، دې کې یوه اجتماع وکړي او ترتیب سره جوړ کړي؛ خو په امریکا کې په ټرمپ باندې دوه ځلې برید وشو؛ خو څوک نه‌وايي چې، هلته امنیت نشته، رییس جمهور و دوه ځلې پرې برید وشو؛ خو څوک دا خبره نه‌کوي، مطلب مې له دې نه و چې، نړۍ موږ سره استخباراتي او مطبوعاتي جګړه هم پيل کړې ده که متوجه واوسئ.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي